۰
امریکا:

د افغانستان د اوسنی حکومت پر وړاندې د هېڅ وسله وال خوځښت ملاتړ نه کوو

چهارشنبه ۲۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۳
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، امریکا په افغانستان کې د اوسني حکومت پر وړاندې د هېڅ وسله وال خوځښت ملاتړ نه کوي.
د افغانستان د اوسنی حکومت پر وړاندې د هېڅ وسله وال خوځښت ملاتړ نه کوو
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، امریکا په افغانستان کې د اوسني حکومت پر وړاندې د هېڅ وسله وال خوځښت ملاتړ نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ د امریکا د سولې انستیتوت په یوه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، دوی په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات، ټولشموله حکومت او دایمي سولې غوښتونکي دي.

نوموړي زیاته کړې، د ټولې نړۍ او سیمه ییزو قدرتونو اجماع پر دې دمه چې د افغان حکومت په رهبرۍ کې ټول افغانان خپل ځانونه وویني او تر څنګ یې نوی حکومت د نړیوالو هېلې د یوه با ثباته افغانستان د جوړولو لپاره پوره کړي.

دی وايي، نوی حکومت دې د امریکا د ۲۰۰۱ کال تېروتنه نه تکراروي چې هغه مهال یې طالبانو ته په حکومت کې د ځای پر ځای کېدو بلنه ور نه کړه، بلکې ټولو افغانانو ته دې په حکومت کې د ګډون زمینه برابره کړي.

د امریکا ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې دوی په افغانستان کې د نوي حکومت پر ضد د هېڅ وسله وال خوځښت ملاتړ نه کوي او له متحدو هېوادونو یې هم غواړي چې داسې کومه تېروتنه و نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي