ننګرهار کې یو ځوان خپل پلار وژلی دی

2 حوت 1400 ساعت 8:52

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې یوه ځوان د خپلې کورنۍ پنځو تنو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې ننګرهار ولایت کې یوه ځوان د خپلې کورنۍ پنځو تنو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه وړمه شپه ناوخت د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالصیر زابلی وايي، د دوی معلومات ښيي، چې ډزې د کورنۍ د یوه ځوان له خوا شوې او پنخو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د نوموړي په وینا دغه ځوان ادعا کړې، چې دی په ځان نه دی پوه او ډزې ترې شوې، چې له امله یې پلار وژل شوی او د یوه ماشومان په ګډون څلور نور د کورنۍ غړي یې ټپیان شوي دي.

زابلي زیاته کړه ډزې کوونکی ځوان چې خیال شاه نومیږی په خپله هم ټپي دی او د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148036

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148036/

جمهور
  https://www.jomhornews.com