هلمند کې ناپېژانده وسله والو دوه ملکي وګړي وژلي

2 حوت 1400 ساعت 14:34

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو پر ملکي کسانو ډزې کړې او درې تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې ناپېژانده وسله والو کسانو پر ملکي کسانو ډزې کړې او درې تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د هلمند د ناوې ولسوالۍ په تریخ ناور سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو په دغه سیمه کې د یوه کور په حجره کې پر ناستو کسانو ډزې کړې، چې دوه تنه په کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
 
چارواکو زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې د پېښې اصلي علت معلوم نه دی خو زیاتوي چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي. چارواکي ټینګار کوي چې ډېر ژر به د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148058

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148058/

جمهور
  https://www.jomhornews.com