۰

ټام وېسټ: له نوي حکومت سره د مذاکراتو دوام د ټولو په ګټه دی

دوشنبه ۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۹
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، د افغانستان له نوي حکومت سره د مذاکراتو دوام د ټولو په ګټه دی.
ټام وېسټ: له نوي حکومت سره د مذاکراتو دوام د ټولو په ګټه دی
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وایي، د افغانستان له نوي حکومت سره د مذاکراتو دوام د ټولو په ګټه دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو اړتیا ده او ددې موخې لپاره د خبرو دوام حتمي دي.

نوموړي زیاته کړې، له نوي حکومت سره دیپلوماسي او د خبرو دوام د ټولو اړخونو په ګټه دی نو ځکه یې ادامې ته لومړیتوب ورکوي.

وېسټ ټینګار کوي چې په حکومت کې د ښځینه وو ګډون او د ټول ګډونه حکومت رامنځ ته کول چې ټول وګړي پکې خپل ځان وویني د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي چې نوی حکومت یې مراعاتولو ته رابولو.

امریکايي ديپلومات داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت په ځلونو ویلي دوی ټولشموله حکومت جوړوي او د یوه پیاوړي حکومت د جوړولو لپاره یې خپلو مشورو ته ادامه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي