د ایران ولسمشر د قطر له امیر سره پر افغانستان خبرې کړې دي

3 حوت 1400 ساعت 9:14

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني سره کتلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.


د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني سره کتلي او د افغانستان په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ریسي او ثاني لیدنه پرون دوشنبې د کب ۲ مه دوحه کې شوې او دواړو افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د ایران ولسمشر ویلي، افغانستان کې باید د ټولو ډلو او قومونو څخه ګډ یو حکومت جوړ شي تر څو دغه هېواد کې بیا ناامنۍ رامنځ ته نه شي.

ده ویلي، ګاونډي هېوادونه هم باید په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې او همکاري وکړي.

نوموړي د قطر له امیر سره سیمه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې او دغه راز د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې هم خبرې کړې دي.
د ایران ولسمشر وايي، له ترهګرۍ سره مبارزه د تهران په لومړیتونو کې ده.

ایران تر دې وړاندې هم ویلي، چې افغانستان کې باید ټولشموله حکومت جوړ شي، خو اسلامي امارت وايي، د دوی حکومت ټولشموله دی او هېچا ته حق نه ورکوي، چې په کورنیو چارو کې یې مداخله وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 148082

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148082/

جمهور
  https://www.jomhornews.com