ملګرو ملتونو د ولسمشرانو له لېست څخه د محمد اشرف غنی نوم لرې کړ

3 حوت 1400 ساعت 9:34

ملګرو ملتونو د نړۍ د دولتونو د مشرانو د نومونو له لېست څخه د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني نوم لرې کړی دی.


ملګرو ملتونو د نړۍ د دولتونو د مشرانو د نومونو له لېست څخه د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني نوم لرې کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه لست کې چې د ملګرو ملتونو په ویبسایټ کې خپور شوی دی، د ښاغلي غني د مېرمنې رولا غني‌ نوم هم د افغانستان د «لومړۍ مېرمن» په توګه لرې شوی دی.

خو بیا هم په لست کې د افغانستان نوم د «افغانستان جمهور رئیس» لیکل شوی دی.

همدغه راز له دغه لست څخه د افغانستان د مخکني حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د محمد حنیف اتمر نوم هم لېرې شوی دی.

که څه هم دلته نصیر احمد فایق لا هم د افغانستان د شارژدافیر په توګه هلته کار کوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148089

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148089/

جمهور
  https://www.jomhornews.com