امریکا پر افغانستان ځینې اقتصادي بندیزونه لغوه کړل

7 حوت 1400 ساعت 8:04

امریکا د افغانستان پر سوداګریزه برخه او خصوصي سکتور خپل مالي بندیزونه لغوه کړل.


امریکا د افغانستان پر سوداګریزه برخه او خصوصي سکتور خپل مالي بندیزونه لغوه کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې  ددغه هېواد د ماليې وزارت افغانستان کې د بشردوستانه مرستو د دوام او اقتصادي کمزورۍ د مخنیوي لپاره تازه جواز صادر کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې جواز له مخې د افغانستان سوداګریز نظام، خصوصي سکتور، بانکونه او مخابراتي برخې له دې وروسته له هېڅ ډول مالي محدودیت سره نه دي مخ او په ازادانه توګه د نړۍ له نورو بانکونو او اداراتو سره مالي راکړو ورکړو ته ادامه ورکولی شي.

په دې جواز کې له ځينو دولتي اداراتو هم بندیزونه لرې شوي او ویل شوي چې سوداګر او نړیوال بانکونه په ازادانه توګه له دوی سره راکړه ورکړه کولی شي.

له دې سره جوخت به نور د افغانستان بانکي سیستم د پخوا په څېر له نړیوالو بانکونو سره وصل وي او خپلو فعالیتونو ته به ادامه ورکوي.

امریکا دا جواز پر داسې مهال صادروي، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، که د افغانستان بانک سیستم منظم نه کړای شي نو دغه هېواد کې به بشري او اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148184

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148184/

جمهور
  https://www.jomhornews.com