افغان حکومت اوکراین کې د بند پاتې افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې

7 حوت 1400 ساعت 10:05

وروسته له هغې چې په اوکراین کې د یو شمیر افغان مهاجرو او محصلینو د بند پاته کېدو په اړه راپورونه خپاره شول د افغانستان اسلامي امارت د دغه ګډوالو په اړه اندېښنه ښودلې ده.


وروسته له هغې چې په اوکراین کې د یو شمیر افغان مهاجرو او محصلینو د بند پاته کېدو په اړه راپورونه خپاره شول د افغانستان اسلامي امارت د دغه ګډوالو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو او محصلينو د خونديتوب په اړه اندېښمن دی او د ټولو شته امکاناتو او اړيکو په کارولو سره هڅه کوي چې د خپلو وګړو ژوند خوندي او هغوی یو خوندي ځای ته ولېږدوي.

سرچینې زیاته کړې، د سيمې ځينو حکومتونو او نړېوالو سازمانونو سره په دې تړاو له نږدې په اړیکه کې دی.

په ورته مهال د چک په پلازمینه پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد آریوبي د افغانانو څخه وغوښتل چې د سفارت د وټس اپ اپلیکیشن یا ایمیل ادرس له لارې د دوی سره تماس ونیسي او خپل نومونه دې ثبت کړي.

آریوبی ویلي، د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سره په تماس کې دی او په اروپا کې افغان سفیرانو هم له اوکراین څخه د افغانانو د ایستلو لپاره د همغږۍ یوه ډله جوړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148196

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148196/

جمهور
  https://www.jomhornews.com