ننګرهار کې د وسلو یو قاچاقبر نیول شوی دی

8 حوت 1400 ساعت 8:48

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د سپکو وسلو یو قاچاقبر نیولی دی.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د سپکو وسلو یو قاچاقبر نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه قاچاقبر اته میله اېم ۱۶ امریکايي ټوپکو سره یوځای د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي وايي، مجاهدینو د جلال اباد ښار په ثمرخېلو سیمه کې یو کس نیولی چې غوښتل یې اته میله اېم شپاړس وسلې پاکستان ته قاچاق کړي، خو د مجاهدینو له خوا څخه کشف او ونیول شو.

پاکستان ته له دې مخکې هم له افغانستانه د اېم ۱۶ امریکايي ټوپکو د قاچاق په اړه راپورونه ورکړل شوي وو، خو طالبانو د دې وسلو په قاچاق کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړي وايي، په جدي ډول د وسلو قاچاق مخینوی کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148225

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148225/

جمهور
  https://www.jomhornews.com