۰

هرات: ترافیکي پېښه کې ۶ تنه مړه شوي دي

یکشنبه ۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د یوې ترافيکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هرات: ترافیکي پېښه کې ۶ تنه مړه شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د یوې ترافيکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن یکشنبې د کب ۸ مه د هرات – تورغنډۍ د لویې لارې په اوږدو کې رامنځ ته شوې ده.

سیمه ییز چارواکي وایي، پر دغه لار یوه سراچه موټر د لارې موټر سره ټکر کړي، چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.
 
د هرات ترافیکو د پېښې رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کړې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي