د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر افغانستان غونډه جوړوي

10 حوت 1400 ساعت 14:38

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي، ټاکل شوې د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي.


افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي، ټاکل شوې د دغه سازمان امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یوناما ویلي، دا غونډه سبا چهارشنبې د کب ۱۱ مه د کابل پر وخت ۷:۳۰ بجې پیلږي او رسنۍ کولی شي په ژوندۍ بڼه یې نشر کړي.

سرچینه وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره دیبورا لاینز به یادې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.

دا د یوې میاشتې په جریان کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوهمه غونډه ده چې تر سره کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 148298

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148298/

جمهور
  https://www.jomhornews.com