مکانل: له افغانستان د ځواکونو ایستل د بایډن ناسمه پرېکړه وه

11 حوت 1400 ساعت 8:41

د امریکا مشرانو جرګه کې د اکثریت مشر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن پرېکړه ناسمه وبلله.


د امریکا مشرانو جرګه کې د اکثریت مشر له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر جو بایډن پرېکړه ناسمه وبلله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مکانل ملت د بایډن له وینا مخکې د امریکا سنا غونډې ته ویلي، چې بایډن د دغه پرېکړې هر لوری سم نه و ارزولی.

ده زیاته کړې، چې ولسمشر بایډن د پوځي قوماندانانو او سلاکارانو سلا مشورې له پامه وغورځولې او په خپل سره یې له افغانستانه د سرتېرو ایستلو پرېکړه وکړه.

مکانل ویلي«پرېکړه دا وشوه چې موږ په افغانستان کې د نړیوال ائتلاف له مشرۍ بهر شوو، د ولسمشر بایډن جګپوړو پوځي سلاکارانو هغه ته خبرداری ورکړی و چې له افغانستانه وتل به ترهګر پیاوړي کړي، زموږ وفادار شریکان به له خطر سره مخامخ کړي، په سیمه کې به زموږ استخباراتي وړتیاوې سختې وځپي، خو د بایډن ادارې دې خبرداریو ته پام ونه‌کړ او د ځواکونو په داسې ایستلو یې لاس پورې کړ چې له ناورینه ډک و.»
که څه هم د امریکا حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو بایډن پخوا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو څخه دفاع کړې وه.

بایډن دا خبره هم کړې ده چې په قطر کې د ولسمشر ټرمپ د ادارې او طالبانو توافق دی له یوه سخت انتخاب سره مخامخ کړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 148312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com