روسیه: درېیمه نړیواله جګړه به سخته ویجاړونکې وي

12 حوت 1400 ساعت 8:10

د روسیې د بهرنیو چار وزیر سرګې لاوروف خبرداری ورکړی، چې که چېرته درېیمه نړیواله جګړه پېښه شي نو دا به یوه اټومي جګړه وي او سختې ویجاړۍ به رامنځته کړي.


د روسیې د بهرنیو چار وزیر سرګې لاوروف خبرداری ورکړی، چې که چېرته درېیمه نړیواله جګړه پېښه شي نو دا به یوه اټومي جګړه وي او سختې ویجاړۍ به رامنځته کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لاوروف ویلي، که چېرته اوکراین اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړ نو بې له شکه چې روسیه به له واقعي ګواښ سره مخ او دا چاره به د ټولې سیمې او نړۍ لپاره هم خطرناکه تمامه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی چې د روسیې اټومي ځواکونه په تیارسی حالت کې دي او د اړتیا په صورت کې به برید هم وکړي.

د یادونې ده، چې روسیې یوه اوونۍ کېږي په اوکراین بریدونه پیل کړي دي.

که څه هم د دغه جګړې د کره زیان په اړه څه نه دي ویلي شوي، خو روسیې په کې د خپلو کابو پنځه سوه سرتېرو د وژلو خبر تایید کړی دی.

بلې خوا ته اوکراین هم ویلي، چې په دغه جګړه کې زرګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه زره نور کډوال شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148344

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148344/

جمهور
  https://www.jomhornews.com