د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف مشر محمد اګ ایویا وایي، د افغانستان روغتيايي سیستم د نړیوالو په مرسته ژغورل کېدلی شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محمد اګ ایویا زیاته کړې، چې ده په افغانستان کې روغتیایي مرکزونه او خدمات له نږدې لیدلي دي.
نوموړي ویلي، لا هم نړیواله ټولنه وخت لري چې دغه مهمه برخه له بشپړ پرځېدو وژغوري او د افغانانو روغتیايي برخې سره مرسته وکړي.
دی وايي، په ټول هېواد کې روغتیایي کارکوونکي په صادقانه توګه خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو تر څنګ یې له سخت وضعیت او ستونزو سره مخ دي.
ښاغلي محمد اګ ایویا پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې له روغتیایي سیستم سره مرستې ډېرې کړي او ددوی په همکارۍ به دا مهم سکتور په پښو ودرېږي.
جمهورخبري آژانس: کابل