جرمني کې دوه افغان وروڼه د خپل خور د قتل په تور محاکمه کېږي

12 حوت 1400 ساعت 8:58

جرمني چارواکي وايي، د هغه دوه افغان ورڼو محکمه پیل شوې، چې خپله خور یې د غیرت او ننګ په نوم وژلې ده.


جرمني چارواکي وايي، د هغه دوه افغان ورڼو محکمه پیل شوې، چې خپله خور یې د غیرت او ننګ په نوم وژلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه دوه وروڼه تورن دي، چې خپله خور یې په دې تور وژلې، چې د افغانستان فرهنګ یې پرېښۍ او د لوېدیځ فرهنګ یې خپل کړی دی.

د دغه دوه افغان ورځو چې بشپړ هویت یې نه دی څرګند شوی او د سید ح په نومونو ښودل شوي محکمه پرون چهارشنبې د کب ۱۱ مه برلېن کې پیل شوې ده.

د برلین څارنوالي وايي چې دا وروڼه ۲۳ او ۲۷ کلن دي‌ او تورن دي چې خپله ۳۷ کلنه خور یې په کور کې زندۍ کړې او وژلې ده.

چارواکي وایي دوی له څو کلونو راهېسې په جرمني کې ژوند کوي او مقتولې دوه اولادونه هم لرل.

د چارواکو په وینا د دغو وروڼو خور په ۱۶ کلنۍ کې واده شوې وه او بیا یې له خپل مېړه څخه طلاق اخیستی و.

څارنوالان وايي چې وروڼو د خپلې خور جسد په یو بکس کې په اورګاډي کې د باواریاایالت ته انتقال کړی او بیا یې د یو ورور کور ته نژدې خښ کړی و.
 تورن وروڼه د اګست له میاشتې راهېسې توقیف شوي او که مجرم ثابت شول، د ټول عمر سزا به ورکړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148353

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148353/

جمهور
  https://www.jomhornews.com