روسیه: د افغانستان په مسایلو کې له لوېدیځ سره همکاریو ته چمتو یو

14 حوت 1400 ساعت 8:53

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د افغانستان په مسایلو کې له لوېدیځ سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د افغانستان په مسایلو کې له لوېدیځ سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون جمعه د کب ۱۳ مه په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې ځینې اروپايي هېوادونو هم د ترویکا سره یو ځای کېدو ته علاقه ښودلې ده.

نوموړې ویلي، چې ترویکا به خپل کار ته دوام ورکوي او ټاکل شوې روان میلادي میاشت کې هم یوه غونډه ونیسي چې د سیمې د امنیت موضوع به یې د اجنډا مهم ټکی او هدف وي.

مېرمن زاخارووا زیاته کړې، ښايي د امریکا استازي په دغه ناسته کې ګډون ونه کړي، خو د هغه اروپايي هېوادونو نومونه یې هم یاد نه کړل، چې غواړي دغه غونډه کې ګډون وکړي.

د یادونې ده، چې د ترویکا پروسه کې روس، چین، امریکا او پاکستان شامل دي او دوی به دغه غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړي.

د ترویکا ناسته پر داسې مهال جوړېږي، چې هلته د اوکراین پر سر د روسیې او امریکا تر منځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله خرابې شوې دي.

ځینې شنونکي په دې اند دي، چې ښايي د اوکراین موضوع پر افغانستان هم اغېز وکړي، او دا هېواد د نړیوالو له پام څخه وغورځي.

خو روسیې ټینګار کړی، چې وی د غرب سره د افغانستان په مسایلو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148401

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148401/

جمهور
  https://www.jomhornews.com