۰

پاکستان او ازبکستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې کړې

شنبی ۱۴ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۶
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې پاکستان او ازبکستان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه خبرې اترې کوي.
پاکستان او ازبکستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې کړې
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې پاکستان او ازبکستان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه خبرې اترې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضایف سره تر لیدنې وروسته کړې ده.

ولسمشر میرضایف د تېرې پنشنبې د کب ۱۲ مه په دوه ورځني سفر اسلام آباد ته تللی او د عمران خان په ګډون یې له پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي.

پاکستانۍ رسنیو د عمران خان له قوله ویلي، چې له ښاغلي میرضایف سره یې د افغانستان د شمتنۍ د آزدېدو، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه نظرونه سره تبادله کړي دي.

نوموړي ویلي، اسلام آباد او تاشکند تصمیم نیولي، چې د افغانستان د شتمنۍ د آزادېدو او د رسمیت پېژندلو لپاره لابي ګرۍ هڅو ته دوام ورکړي.
 
عمران خان دا هم ویلي، چې دواړه هېواد به له افغانانو سره هم وګوري تر څو پوه شي، چې نړیوالو د رسمیت پېژندلو لپاره کوم شرایط لازم ګڼي دي او افغانستان څه کولی شي تر سره کړي تر څو د نړیوالو له خوا په رسمیت وپېژندل شي.

هغه زیاته کړې«موږ تصمیم نیولی، چې دا کار تر یوه ځایه پورې ورسو.»

د یادونې ده، چې اسلام آباد ته د میرضایف د سفر او له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ ۸ تړونونه هم لاسلیک شوي، چې موخه یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي