۰

متقي د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره لیدلي دي

دوشنبه ۱۶ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۶
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي دکتور طارق علي بخیت سره ولیدل.
متقي د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره لیدلي دي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي دکتور طارق علي بخیت سره ولیدل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او ښاغلي بخیت لیدنه پرون یکشنبې د کب ۱۵ مه ماښام کابل کې شوې او دواړو لورو پر ځینو مسالیو خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي بخیت افغانستان ته خپل سفر په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان د ترسره شوي کنفرانس په ترڅ کې د شویو پریکړو د عملي کېدو تعقیب وباله.

نوموړي له ښاغلي متقي سره د افغانستان لپاره د وضع شوي وجهي صندوق د قانوني مراحلو د طی کېدو، بشري،انکشافي او پراختیايي مرستو، روان تعلیمي بهیر او مثبتو تحولاتو باندي خبرې وکړې.

ښاغلي بخیت ویلي، د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه له افغانستانه ملاتړ کوي او د افغانانو ضرورتونه ورته اولویت لري.

ده زیاته کړې، چې د همدې اړتیاو د رفعه کولو په موخه به یې په کابل کې مرکزي دفتر خلاص کړي تر څو په ښه ډول سره د افغانانو ضرورتونه درک او ورته رسېدګي وکړای شي.

په ورته وخت کې ښاغلي متقي هم د اسلامي همکاریو سازمان څخه د مننې تر څنګ و ویل، چې افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره امنیت راغلی دي.
 
ښاغلي متقي ویلي، اوس خیره مؤسسات، مرستندویه  نړیوال سازمانونه او بنسټونه په ښه ډول سره اړمنو هېوادوالو ته مرستې رسولای شي او هېڅ خنډ او خطر یې په وړاندي وجود نه لري.

دغه راز متقي د اسلامي همکاریو د سازمان په غړو هیوادونو غږ وکړ چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو په اړه دې هلې ځلې وکړې.

د دې لیدنې په پای کې ښاغلي بخیت ویلي، چې دی به د اسلامي همکاریو د سازمان راتلونکي غونډي ته د افغانستان په اړه تفصیلی  راپور وړاندی کړي، چي په رڼا کي به یې راتلونکي تصمیمونه نیول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي