۰

ننګرهار کې د غلو او انسان تښتوونکو یوه ډله نیول شوې

دوشنبه ۱۶ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د غلو او انسان تښتوونکو یوه اوه کسیزه ډله نیول شوې ده.
ننګرهار کې د غلو او انسان تښتوونکو یوه ډله نیول شوې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د غلو او انسان تښتوونکو یوه اوه کسیزه ډله نیول شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د استخباراتو رییس ډاکتر بشري وایي، په نیول شويو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې د طالبانو له نوم په ګټنې به یې د خلکو له کورونو غلاوې کولې.

ډاکتر بشري زیاته کړې، چې دغه غله او انسان تښتوونکي د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې هغه هم شامل دی، چې د کابل – جلال آباد پر لویه لار یې له خلکو موټر غلا کول او بیا به یې په جلال آباد یا کابل کې پلورل.

د ننګرهار چارواکي وايي، د غلاو او انسان تښتوونکو په وړاندې یې دریځ جدي دی او هېچاته به دا اجازه ورنه‌کړي چې د ښار امنیت وننګوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي