د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي یو ځل بیا پر امریکا غږ کړي، چې د افغانستان مالي شتمنۍ آزادې کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي يي ویلي، امریکا په غیر مسوولانه توګه له افغانستان څخه ووته، نه یوازې دغه هېواد بلکې ټوله سیمه یې له خطرونو سره مخ کړه.
نوموړي ټينګار کړي، چې له دې سره سره امریکا د افغان ولس پیسې هم په خپلو بانکونو کې کنګل کړې دي چې دا غیر اصولي او د ټولو قوانینو خلاف عمل دی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې دا پیسې د افغانانو دي او باید بېرته افغانستان ته وګرځول شي.
وانګ یي د چین او افغانستان پر ښو روابطو ټینګار کړی دی او له دغه هېواد سره یې د بشردوستانه همکاریو د پراختیا خبره کړې ده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر دا هم زیاته کړې، چې افغانستان د ګډوډۍ څخه د یوه نظم پر خوا روان دی او ثبات یې ورځ تر بلې غښتلی کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل