کرکټ بورډ:

تر ۲۰۲۳ پورې به ډېر ځوان لوبغاړي ملي لوبډله کې شامل کړو

18 حوت 1400 ساعت 9:44

د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييه مشر نصیب خان وايي، بورډ په پام کې لري، چې تر ۲۰۲۳ م کال پورې ځوانه لوبډله چمتو کړي.


د افغانستان د کرکټ بورډ اجراييه مشر نصیب خان وايي، بورډ په پام کې لري، چې تر ۲۰۲۳ م کال پورې ځوانه لوبډله چمتو کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خان په یوه ویډیي پیغان کې ژمنه کړې، چې تر راتلونکي نړیوال جام پورې به ډېر ځوان لوبغاړي به په ملي لوبډله کې شامل کړي.

ده ویلي«په دې هڅه کې یوو چې تر ۲۰۲۳ پورې یوه پنځه ویشت کسیزه یا دیرش کسیزه ډله جوړه کړو، په همدې ډلې کار وکړو او مخته ولاړ شو.»

نوموړي د هالنډ او بنګله دېش سره د افغان لوبډلې لوبې ته په اشارې ویلي، چې هلته یې هم یو شمېر ځوانان و ازمویل او دغه لړۍ ته به دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د کرکټ مینه وال هم تل وايي، چې بورډ باید په ملي لوبډله کې ځوانو او با استعداه کسانو ته ځای ورکړي او حق تلفي ونه کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر داسې مهال د لوبډلې د ځوانولو خبر ورکوي، چې ټاکل شوې ده په دوه زره درویشتم کال کې د کرکټ د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام په هند کې ترسره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148557

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148557/

جمهور
  https://www.jomhornews.com