افغانستان کې جنګېدلي امریکایان له ناروغیو ځورېږي

18 حوت 1400 ساعت 10:14

افغانستان او عراق کې جنګېدلي امریکايي نظامیان له رواني، تنفسي او سرطاني ناروغیو ځورېږي وايي، کانګرېس باید د دوی د درملنې لپاره ځانګړې بودیجه تصویب کړي.


افغانستان او عراق کې جنګېدلي امریکايي نظامیان له رواني، تنفسي او سرطاني ناروغیو ځورېږي وايي، کانګرېس باید د دوی د درملنې لپاره ځانګړې بودیجه تصویب کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هغو امریکايي سرتېرو استازو چې په افغانستان او عراق کې یې ماموریت ترسره کړی وايي چې ملګري یې له ډول دول ناروغیو په تېره له سرطاني او تنفسي ناروغیو ځورېږي چې حکومت ورته هېڅ راز پاملرنه نه ده کړې.

دوی د امریکا له کانګریس غوښتي چې د پخوانیو سرتېرو د درملنې او پاللو لپاره ځانګړې بودیجه تصویب کړي، ځکه له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ویل کېږي چې د دوی شمېر لسګونه کسانو ته رسېږي او د ګڼو ناروغیو تر څنګ ځینې یې له رواني ستونزو سره مخ دي.

تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي رسنیو ویلي چې سلګونه امریکایي سرتېري چې په افغانستان او عراق کې یې ماموریت ترسره کړی دی له ډول ډول رواني او جسمي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ډېری یې له دې وضعیت شکایت کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148561

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148561/

جمهور
  https://www.jomhornews.com