۰

یونیسف: له هرو دوه افغان ماشومانو به یو په خوارځواکۍ اخته شي

چهارشنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۸
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف یو ځل بیا په افغانستان کې د ماشومانو د خوراځواکۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.
یونیسف: له هرو دوه افغان ماشومانو به یو په خوارځواکۍ اخته شي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف یو ځل بیا په افغانستان کې د ماشومانو د خوراځواکۍ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یونیسف نن چهارشنبې د کب ۱۸ مه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د دوی څېړنې ښيي، چې په ۲۰۲۲ م کال کې په افغانستان کې له هرو دوو ماشومانو یو په خوارځواکۍ اخته شي.

یونیسف ویلي، یادو اړمنو ماشومانو او کورنیو ته رسیدګي زیاته شوې او ټینګار یې کړی، چې دوی په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ژوند ژغورلو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې د برخې مشرې میلاني ګالوین ویلي، اوس مهال دغه صندوق په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو د درملنې لپاره ۱۹۰۰ روغتیايي مرکزونه رامنځته کړي دي.

دا زیاتوي، د دغه مرکزونو روغتیايي کار کوونکي به هڅه وکړي چې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته رسيدګي وکړي او هم به د یادو ماشومانو میندو ته د زیات وخت لپاره خپلو ماشومانو ته د شیدو ورکولو په برخه کې مشورې ورکړي.

نوموړې ویلي، دوی په هڅه وکړي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به په خوارځواکۍ اخته ۱.۱ میلیون ماشومانو درملنه وکړي.

دا په داسې حال کیده چې تیره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د اندېښنې په ښودلو سره ویلي و چې له سمدستي ملاتړ پرته به ټولو اړمنو ماشومانو ته رسیدګي ستونزمنه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي