د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان غږېدلي دي

18 حوت 1400 ساعت 14:39

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرې اترې کړې دي.


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې د کب ۱۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دغه تلېفوني خبرو کې دواړو لورو پر دوه اړخیزه اړیکو، د افغانستان، سیمې او نړۍ د اوضاع په اړه خبرې اترې وکړې.

سرچینه زیاتوي، دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او دغه راز له دې هېواد سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

وانګ يي او قریشي دغه راز د اوکراین په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د دغه جګړې منفي اقتصادي اغېز به په ټوله سیمه وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې تر دې زیات جزیات نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 148575

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148575/

جمهور
  https://www.jomhornews.com