یوه خیره بنسټ افغانستان سره د یو میلیارد ډالر مرستې غوښتنه کړې

19 حوت 1400 ساعت 8:18

د سولې رېښو په نامه یوه نړیوال خیریه بنسټ له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.


د سولې رېښو په نامه یوه نړیوال خیریه بنسټ له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خیریه بنسټ چې د کرنې او زراعت په برخه کې کار کوي وايي، د افغانستان د اتیا سلنه وګړو ژوند په کرنه او زراعت پورې اړه لري نو له همدې امله غواړي چې له دې برخې سره د تېر په څېر مرسته وکړي.

سرچینې زیاته کړې، افغانستان د اسیا بڼ دی او څومره یې چې په کرنه او بڼوالۍ پانګونه کېږي دومره د سیمې د هېوادونو وضعیت هم ورسره ښه کېږي.

دغه بنسټ وایي دوی غواړي له افغانانو سره د نوو باغونو په جوړولو او د نوو میوه لرونکو ونو په کېنولو کې مرسته وکړي نو له همدې امله یو میلیارد ډالر مرستې ته اړتیا لري څو وکړی شي خپلې دغه موخې ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148584

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148584/

جمهور
  https://www.jomhornews.com