کرزی، عبدالله، مسلمیار او ځينې نور سیاسیون ممنوع الخروج دي

19 حوت 1400 ساعت 8:39

سرچینې او راپورونه وايي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزی، د سولې عالي شورا پخوانی مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل الهادي مسلم یار او ځینې نور سیاسیون د اسلامي امارت له خوا ممنوع الخروج دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سرچینو زیاته کړې، چې دغه سیاسیون یوازې د سه شنبې په ورځ د طالبانو تر نظارت لاندې اجازه لري، چې خپل منخي کتنې او یا هم اجتماعي ناستې ولري.

خپله حامد کرزي هم د ایران العالم خبري شبکې ته تایید کړې، چې ده او ډاکتر عبدالله ته د بهرنیو سفرونو اجازه نه ورکول کېږي.

ځینو نورو سرچینو هم تایید کړې، چې دغه سیاسیون یوازې د سې شنبې په ورځ د خپلمنځیو ليدنو او تر نظر لاندې اجتماعي ناستو اجازه شته.

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي او نه هم تر اوسه اسلامي امارت په دې اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

د مطلب کود: 148587

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148587/

جمهور
  https://www.jomhornews.com