پاکستان ۱۵ افغانان خوشي کړي او ۴۷ نور یې نیولي

19 حوت 1400 ساعت 8:50

پاکستاني چارواکو ۱۵ افغان بندیان چې په بېلا بېلو تورون نیول شوي و خوشي کړي، خو ۴۷ نور افغانان یې نیولي دي.


پاکستاني چارواکو ۱۵ افغان بندیان چې په بېلا بېلو تورون نیول شوي و خوشي کړي، خو ۴۷ نور افغانان یې نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني لوري پرون چهارشنبې د کب ۱۸ مه ۱۵ تنه افغان بندیان په تورخم کې افغان ځواکونو ته تسلیم کړي دي.

دغه خوشي شویو بندیانو ته د کډوالو د نړیوالې ادارې یا ای او اېم له خوا یوه اندازه نقدې مرستې هم ورکړل شوې دي.

د یادونې ده، چې پاکستاني لوري څو اوونۍ مخکې هم یو شمېر افغان بندیان په تورخم کې طالبانو ته تسلم کړی وو.

طالب او پاکستاني لوري دواړو د یادو خوشې شویو بندیانو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

له بلې خوا پاکستاني پولیسو پرون تایید کړې، چې په خیبر پښتونخوا کې یې ۴۷ افغانان په دې تور نیولي، چې د سفر قانوني اسناد یې نه لرل.

دوی ویلي، چې دغه افغانان په ډېره اسماعیل خان، جنوبي وزیرستان او ټانک کې نیولي، چې د پېښور بند ته لېږل شوي او وروسته به افغانستان ته وسپارل شي.

ویل شوي چې په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148590

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148590/

جمهور
  https://www.jomhornews.com