۰

د امریکا او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان او اوکراین غږېدلي

پنجشنبه ۱۹ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د افغانستان او اوکراین د وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
د امریکا او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران پر افغانستان او اوکراین غږېدلي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د افغانستان او اوکراین د وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کاملوف واشنګټن ته ورغلی او بلېنکن پرون چهارشنبې د کب ۱۸ مه ورسره لیدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ندپراییس په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او اوکراین په اړه خبرې اترې کړې دي.

بلېنکن په خپلو خبرو کې پر اوکراین د روسیې برید غندلی او دا یې له نړیوالو قوانینو څخه د روسیې ښکاره سرغړونه بللې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې ټول هېوادونه باید له اوکراین د نړیوال قانون څخه ملاتړ وکړي.

پرایس دا هم ویلي، چې د افغانستان په اړه بلېنکن کاملوف ته ویلي، امریکا به هېڅ کله اجازه ورنه کړي، چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي