افغان الاسله کاناډايۍ ندیمه نور د طالبانو له بند نه خوشې شوه

19 حوت 1400 ساعت 9:50

افغان الاصله کاناډايي مرستندویه ندیمه نور د طالبانو په بند کې له ۲۴ ورځو تېرولو وروسته خوشې شوه.


افغان الاصله کاناډايي مرستندویه ندیمه نور د طالبانو په بند کې له ۲۴ ورځو تېرولو وروسته خوشې شوه.

د جمهور آژنس د خبر له مخې د ندیمې ورور داستان وايي، خور یې بې له کوم جرم او ثبوته نیول شوې وه چې اوس خوشې شوې ده.

ندیمه نور چې په خواله رسنیو کې په بتینګړه کاکۍ مشهوره ده،  د یوې مرستندویې موسسې مسووله ده چې د انتقادي پیغامونو د خپرولو ترڅنګ، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم برخه کې هم فعالیتونه کوي.

د نوموړې تر خوشي کېدو وروسته یې ورور ویلي، ندیمه د کابل په شهرنو کې بې له دې چې د کومې خطا شواهد او دلیل وي، له خپل دفتره په زوره وایستل شوه.

دی وايي، له مېرمن نور او له همکارانو یې په کورنیو چارو وزارت کې تحقیقات شوي او هلته ساتل شوې وه.

نوموړي زیاته کړې، چې مېرمن نور ۲۴ ورځې بې له کوم مدافع وکیله په توقیف کې وه او له تحقیقاتو وروسته بې ګناه ثابته شوه.

داستان نور وايي، هغې له خوشې کېدو وروسته له ده سره تماس ونیوه، ډېره احساساتي او غمجنه وه چې ولې بې دلیله ونیول شوه.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148602

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148602/

جمهور
  https://www.jomhornews.com