۰

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړل کېږي

شنبی ۲۱ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۶
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي، چې واشنګټن کې د افغانستان سفارت د مالي ستونزو له امله تړل کېږي.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړل کېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي، چې واشنګټن کې د افغانستان سفارت د مالي ستونزو له امله تړل کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنیو د دغه سرچینو له قوله ویلي، د افغانستان شتمنۍ په امریکا کې کنګل شوې چې له همدې امله د افغان سفارت بودیجه هم کنګل ده او دغه سفارت له ستونزو سره مخ دی.

امریکایي سرچینو زیاته کړې، له همدې امله ټاکل شوې چې په راتلونکې یوه میاشت کې دغه سفارت وتړل شي.

په ورته وخت امریکا په دغه سفارت کې مېشتو ديپلوماتانو ته ویلي چې ژر تر ژره په امریکا کې د قانوني اوسېدو او یا بشردوستانه وېزو لپاره خپلې غوښتنې وسپاري.

امریکایي لوری باوري دی چې دغه ديپلوماتانو ته به په افغانستان کې خطرونه جوړ شي نو ټینګار کوي چې دوی بېرته افغانستان ته نه لېږي.

له دې سره دا هم ویل کېږي، چې په دغه سفارت کې له ۱۰۰ کارکوونکو شاوخوا ۲۵ یې تر دې دمه د وېزو لپاره غوښتنه نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي