امریکا له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل غوښتنه کړې ده

21 حوت 1400 ساعت 9:09

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ وايي، دوی هم له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل پر دوام ټینګار کوي.


د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ وايي، دوی هم له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل پر دوام ټینګار کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په ترکیه کې یې د افغان لوري تر څنګ له خپلو ګڼو متحدو هېوادونو سره خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، د ټولو ټینګار دا دی چې له افغانستان سره باید د نړیوالو تعاملات ادامه ولري او په دغه هېواد کې د بشري حقونو د پالنې او ټولګډون حکومت د جوړولو لپاره هڅې وکړي.

هغه وایي دوی به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي څو په افغانستان کې ټول وګړي ځان په حکومت کې وویني او بشري حقونه رعایت شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د نجونو او هلکانو پر مخ د پوهنتونونو پرانیستل یو غوره اقدام بللی او وایي دوی د ورته اقداماتو هرکلی کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148630

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148630/

جمهور
  https://www.jomhornews.com