د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونیسف ویلي، جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې درې میلیونه ډالره مرسته کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې زیاته کړې، په افغانستان کې شاوخوا ۶۹ زره کسان په ځانګړې توګه بې ځایه شوي کسان به له دې پیسو ګټه اخلي.
د یونیسف د خبرپاڼې له مخې د دغو پیسو یوه برخه به د افغان ماشومانو په پالنه او ملاتړ ولګول شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، په پام کې لري چې سږ کال له ۱۲،۹ میلیونه ماشومانو سره مرسته وکړي.
یونیسف ویلي چې د افغان ماشومانو ژوند له بېړنیو مرستو پرته ناشونی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان له روغتیايي برخې سره مرستې زیاتې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل