هلمند کې چاودنې ۷ تنه ټپیان شوي دي

21 حوت 1400 ساعت 13:11

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې له امله ۷ تنه ټپیان شوي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې هلمند ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې له امله ۷ تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د د ښت سیمي په یوه کور کې شوې ده.

سیمه ییز چارواکي وايي، د هاوان یوې زړې ګولۍ په دغه کور کې چاودلې، چې ۷ تنه یې ټپیان کړي دي.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض ویلي، په ټپیانو کې مور، پلار او د هغوی اولادونه شامل دي.

دی وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

وړمه شپه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې هم په یوه کور کې د هاوان سرګلولې د چاودنې له امله د یو ماشوم او دوو ښځو په ګډون درې تنه ټپيان شوي و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148647

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148647/

جمهور
  https://www.jomhornews.com