۰

پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې

دوشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۱۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دوه کسان چې پاکستان ته یې وسلې قاچاق کولې نیول شوي دي.
پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې دوه کسان چې پاکستان ته یې وسلې قاچاق کولې نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند مولوي شکېب وايي، دغه کسان تېره شپه ناوخته د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د شېرو اوبو په نوم سیمه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په صفري برخه کې هغه مهال ونیول شول چې پاکستان ته یې وسلې قاچاق کولې.

نوموړی وایي، سرحدي ځواکونو موټر تقعیب کړی کله چې د یو غره ډډې ته رسېدلي، څلور تنه یې تښتېدلي او دوه تنه نور نیول شوي دي.
شکېب په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي