۰

مقتي د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې دي

دوشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۳
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
مقتي د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او ښاغلي کاملوف لیدنه او خبرې ترکیه کې د انتالیا فورم غونډې وروسته شوې او دواړه د افغانستان او ازبکستان د اړیکو په اړه غږېدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي، ښاغلي متقي خپلو خبرو کې ښاغلي کاملوف ته و ویل، چې سیمه کې د باور جوړونې له لارې باید سیمه له جګړې وژغورل ي.

نوموړي ویلي، د سیمې هېوادونه باید د سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه چې په بېړه د بدلون په حالت کې دي یو پر بل باور زیات کړي تر څو سیمه د منقي سیاسي اختلافونو او جګړو څخه وژغورل شي.

په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزه او اقتصادي اړیکو پر پراختیا او افغانستان او مرکزي آسیا د هېوادونو د راتلونکو اړیکو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

په ورته وخت کې ښاغلي کاملوف هم ټینګار کړي، چې افغانستان کې د یوالي او امنیت په ټینګښت سره د مرکزي او جنوبي آسیا هېوادونو لپاره ښه فرصت برابر شوی، تر څو سوداګریزې، د انرژۍ د انتقال، ترانسپورټ او نورو لویو اقتصادي پروژو په عملي کولو کې برخه واخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي