۰

ایران سره پر پوله یو کس له ۶ لکه ډالرو سره یو ځای نیول شوی دی

سی شنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د ایران سره پر پوله یو تن نیولي، چې غوښتل یې ۶ لکه امریکايي ډالر ایران ته قاچاق کړي.
ایران سره پر پوله یو کس له ۶ لکه ډالرو سره یو ځای نیول شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د ایران سره پر پوله یو تن نیولي، چې غوښتل یې ۶ لکه امریکايي ډالر ایران ته قاچاق کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیمروز ولایت کې د سرحدي ځواکونو قوماندان محمد هاشم حنظله وايي، دغه کس یې پرون دوشنبې د کب ۲۳ مه د ایران سره پر پوله نیولی دی.

نوموړي زیاته کړې، دغه کس چې غوښتل یې ۶ سوه زره امریکايي ډالر ایران ته یوسي د په صفري نقطه پل ابرېشم کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیولو شوی دی.

ښاغلي حنظله و ویل، نیول شوی کس د نیمروز ولایت اوسېدونکی دی او تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه اندازه ډالر په کومه موخه ایران ته وړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي