په امریکا کې د افغانستان سفارت وتړل شو

26 حوت 1400 ساعت 8:24

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت چارواکي وايي، په امریکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ تړل شوې دي.


په واشنګټن کې د افغانستان سفارت چارواکي وايي، په امریکا کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ تړل شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې؛ په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت مرستیال عبدالهادي نجرابي ویلي، په امریکا کې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ مسوولیت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته سپارل شوی دی.

د هغه په ​​وينا، له اوس څخه به د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په امريکا کې د افغانستان د شتمنيو د ساتلو مسووليت پر غاړه ولري.

د افغانستان سفارت او ماموريتونه پرون چهارشنبې د کب ۲۵ مه واشنګټن کې په سفارت کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته وسپارل شول.

له بلې خوا په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت مرستیال وايي، شونې ده چې په کاناډا کې د افغانستان سفارت په امریکا کې مېشتو افغانانو ته قونسلګري خدمات وړاندې کړي.

د هغه په ​​وينا، دا مهمه ده خو لا نهايي شوې نه ده.

 د امریکا حکومت تر دې مخکې د سفارت بانکي حساب بند کړی و او د سفارت چارواکو ته یې د پناه غوښتنې لپاره ۳۰ ورځې وخت ورکړی و.

جمهر خبري آژانس – کابل


د مطلب کود: 148853

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148853/

جمهور
  https://www.jomhornews.com