وال سټریټ ژورنال:

امریکا، اماراتو کې له افغان کډوالو غوښتي چې افغانستان ته دې نه ځي

26 حوت 1400 ساعت 9:45

وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې متحده ایالاتو په متحده عربي اماراتو کې له افغان کډوالو غوښتي چې افغانستان ته دې نه ستنیږي.


وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې متحده ایالاتو په متحده عربي اماراتو کې له افغان کډوالو غوښتي چې افغانستان ته دې نه ستنیږي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې؛ ورځپاڼه زیاته کړې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ژمنه کړې چې د پناه غوښتونکو دوسیې به وڅېړي او له هغوی یې وغوښتل چې افغانستان ته له ستنېدو ډډه وکړي.

سرچینې ویلي«موږ ټول افغانان چې د متحده عربي اماراتو د امترین په ښارګوټي کې ژوند کوي هڅوو چې بېرته افغانستان ته نه راګرځي. موږ د دوی د دوسیو بیا کتنه کوو ترڅو معلومه کړو چې څوک متحده ایالاتو یا نورو هېوادونو ته د راتلو وړ دي.»
 
د دغه وزارت په وینا، امریکا له نورو هېوادونو سره هم په خبرو بوخته ده چې هغه افغانان ومني چې امریکا ته د راتلو وړ نه دي.
 
د یادونې ده، شاوخوا لس زره افغانان په داسې حال کې چې طالبانو د کابل واکمني ونیوله، د ویستلو په الوتنو کې متحده عربي اماراتو ته واستول شول.
 
پناه غوښتونکو هم په دې وروستیو کې د خپل وضعیت په اړه اعتراض کړی دی او ویلي یې دي، چې امریکا دوی بې برخلیکه پرېښي دي.
 
جمهر خبري آژانس – کابل
 


د مطلب کود: 148865

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148865/

جمهور
  https://www.jomhornews.com