۰

طالبانو د واکسيناتورانو په وژلو تورن کسان د ژر اعدامولو اوازې رد کړې

پنجشنبه ۲۶ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۰
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبيح الله مجاهد په کندوز او تخار ولایتونو کې د واکسيناتوران په وژلو تورن کسان د ژر تر ژره اعدامولو اوازې رد کړې دي.
طالبانو د واکسيناتورانو په وژلو تورن کسان د ژر اعدامولو اوازې رد کړې
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبيح الله مجاهد په کندوز او تخار ولایتونو کې د واکسيناتوران په وژلو تورن کسان د ژر تر ژره اعدامولو اوازې رد کړې دي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی مجاهد وايي، د افغانستان په شمال کې د واکسيناسيون د پروګرام د کارکوونکو په وژلو د تورنو کسانو دوسيه په لومړني پړاو کې ده.

نوموړي زیاته کړې،دا قضيه تر څېړنې لاندې ده او تر اوسه د مرګ سزا نه ده په ډاګه شوې.
 
د یادونې ده، چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د کندز ښار په چهار تال سیمه کې د یوې ښځې په ګډون دوه واکسیناتوران، د ابراهیم خېلو په سیمه کې دوه نارینه واکسیناتوران او د عبدالله دهقان په سیمه کې درې ښځینه واکسیناتوراې په وسله وال برید کې و وژل شوې.
 
په یوه بله پېښه کې د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د واکسین یو نارینه د ناپېژانده وسله والو له خوا په ډزو وژل شو.
 
څلور ورځې وړاندې په کندز کې طالب چارواکو اعلان وکړ چې په دغه ولایت کې یې د پولیو واکسین د اوو تنو کارکوونکو د وژلو په تړاو څلور تنه نیولي دي.
 
نيول شويو کسانو د واکسيناسيون د کارکوونکو او دوو طالبانو په وژلو يې اعتراف کړى دى.
 
سیمه ییزو چارواکو ویلي، دغو څلورو کسانو ته امر شوی، چې کندوز ولایت ته د واکسین د کارکوونکو د وژلو لپاره لاړ شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي