شي جین پینګ ته د بایډن خبرداری:

که دې له روسیې سره مرسته وکړه، ناوړه عواقب به درته ولري

28 حوت 1400 ساعت 10:10

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون خپل چینايي سیال شي جین پېنګ ته خبرداری ورکړ چې که د اوکراین پر ضد په جګړه کې د روسیې ملاتړ وکړي، نو له ناوړه عواقبو سره به مخامخ شي.


د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون خپل چینايي سیال شي جین پېنګ ته خبرداری ورکړ چې که د اوکراین پر ضد په جګړه کې د روسیې ملاتړ وکړي، نو له ناوړه عواقبو سره به مخامخ شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینه ماڼۍ وايي، دواړو مشرانو پرون جمعه د مارچ ۱۸ مه نږدې دوه ساعته د اوکراین، ټایوان او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو ټیلیفوني خبرې وکړې.

سرچینه وايي، د دغه خبرو په ترڅ کې ولسمشر بایډن خپل چینايي سیال شي جین پینګ ته د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د تجهیزاتو د برابرولو په صورت کې د احتمالي ناوړه عواقبو په اړه معلومات ورکړل.

سپینې ماڼۍ دا نه دي ویلي، چې د بایډن دغه خبرو ته د چین د ولسمشر غبرګون څه وو.

چینايي رسنیو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 148920

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148920/

جمهور
  https://www.jomhornews.com