د اریانا کابل هوټل مالک ۱۳ لکه افغانۍ جریمه شوی دی

28 حوت 1400 ساعت 14:19

کابل ښاروالي وايي، د اریانا کابل هوټل مالک یې له دې امله ۱۳ لکه افغانۍ جریمه کړی چې د دغه هوټل مخې ته يې ۲۶ ونې پرې کړې او د ښاري سرغړونې مرتکب ګرځېدلی و.


کابل ښاروالي وايي، د اریانا کابل هوټل مالک یې له دې امله ۱۳ لکه افغانۍ جریمه کړی چې د دغه هوټل مخې ته يې ۲۶ ونې پرې کړې او د ښاري سرغړونې مرتکب ګرځېدلی و.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاروالۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ریاست د ناحیې مسوولینو د اریانا کابل هوټل له لوري د ونو پرېکولو موضوع زرغونې سیمې ته زیان اوښتی څېړلې ده.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي د یاد هوټل مالک اړ کړل شو څو د ۲۶ ونو پرېکولو په جریمه کې یو اعشاریه درې میلیونه افغانۍ جریمه ورکړي او پیسې یې د کابل ښاروالۍ د عوایدو ریاست ته ورکړل شوې.

د کابل ښاروالي ویلي، یاده اداره هوډ لري څو قانون پر ټولو یو ډول تطبیق شي څو له دې ډول ښاري سرغړونو منیوی وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 148933

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/148933/

جمهور
  https://www.jomhornews.com