۰
عمران خان:

که نوی حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي افغانان به له سخت بشري ناورین سره مخ شي

چهارشنبه ۳ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۴
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، که د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي افغانان به له سخت بشري ناورین سره مخ شي.
که نوی حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي افغانان به له سخت بشري ناورین سره مخ شي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، که د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي افغانان به له سخت بشري ناورین سره مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې پرون سه شنبې د وري ۲ مه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې په اسلام آباد کې وکړې.

نوموړي و ویل، له تېرو ۴۰ کالو راهیسې افغانان داسې ستونزې ګالي چې د نړۍ هېڅ قوم نه‌ دي تجربه کړي او افغانان نه ‌غواړي چې نور خلک پرې خپله خبره تحمیل کړي.

عمران خان پر نړیوالو غږ وکړ، باید د طالبانو له حکومته بندیزونه لرې کړي او په رسمیت ‌يې وپېژني ځکه د ده په خبره په دې سره به افغانستان باثباته شي.

ده ویلي، ټول باید له افغانانو سره چې اوس ‌مهال د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي مرسته وکړي تر څو له دې سیمې نړیواله ترهګري بنده شي.

په ورته وخت کې خان له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې افغانان د داسې چارو تر سره کولو ته مجبور نه کړي چې دوی یې خپل ملي حاکمیت ته ګواښ بولي.

نوموړي زیاته کړې، افغانان په خپلو چارو کې بهرنۍ مداخلې نه خوښوي نو ښه به وي چې په چارو کې یې له مداخلې ډډه وشي او داسې چارو ته مجبور نه شي چې افغانان یې په خپلو کورنیو چارو کې مداخله بولي.

د ویلو ده چې پاکستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې کړې دي او د چارو د شنونکو په باور د پاکستان د مداخلو له امله افغانستان په پرلپسې ډول پردیو جګړو کې ښکېل پاتې شوی دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي