۰

د افغانستان بانک نن ۱۲ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

چهارشنبه ۳ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۵
د افغانستان بانک د افغانۍ ارزښت لوړوالي لپاره نن سه شنبې د وري ۳ مه ۱۲ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.
د افغانستان بانک نن ۱۲ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک د افغانۍ ارزښت لوړوالي لپاره نن سه شنبې د وري ۳ مه ۱۲ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک وايي، دغه ډالر به د یوې ازادې داوطلبۍ له لارې شاوخوا د یوې رڼې پروسې له لارې وپلوري.

د دغه بانک په خبره، له دې کار څخه یې موخه د افغانۍ ارزښت لوړوالی دی او ټینګار کوي چې دوی به د افغانۍ د ثبات لپاره خپل ورتر غاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی خو په بازار کې د خوراکي توکو بیې په خپل حال پاتې دي.

خلک له مسوولینو څخه غواړي چې د توکو د بیېو په برخه کې عملي او جدي ګامونه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي