د پاکستان د پوځ یوه الوتکه لوېدلې، دوه پیلوټان په کې وژل شوي

3 حمل 1401 ساعت 9:47

د پاکستان د پوځ یوه الوتکه د تمرین پر مهال لوېدلې او دوه پیلوټان په کې وژل شوي دي.


د پاکستان د پوځ یوه الوتکه د تمرین پر مهال لوېدلې او دوه پیلوټان په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون د خیبرپښتونخوا پېښور ښار ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې تایید کړې، چې یوه الوتکه یې د تمریناتو پر مهال غورځېدلي، چې له امله یې دوه پيلوټان وژل شوي دي.

د تمریناتو پر مهال د پاکستان پوځي الوتکې پخوا هم بیا بیا ټکر شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149000

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149000/

جمهور
  https://www.jomhornews.com