د ماشومانو د ساتنې اداره:

د افغانستان تعلیمي برخه د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

3 حمل 1401 ساعت 12:05

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې په تازه خپره کړې اعلامیه کې د افغان حکومت د هغه پرېکړې هرکلی کړی چې ګواکي د ښوونځیو دروازې به د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیزي.


د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې په تازه خپره کړې اعلامیه کې د افغان حکومت د هغه پرېکړې هرکلی کړی چې ګواکي د ښوونځیو دروازې به د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیزي.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، یوازې د دروازو پرانیستل د اغېزناکې زده کړې په مانا نه ده، ځکه افغانستان له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د دغه برخې فعالیت د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
 
اعلامیه کې ویل شوي د نړیوالې ټولنې پر راتلونکې کنفرانس چې په لندن او دوحه کې جوړېږي غږ کړی څو د افغانستان له تعلیمي برخې سره د مرستو لپاره ځانګړې غوښتنې ولري او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې د دې برخې پراخ ملاتړ وکړي.
 
دغه اداره وایي، افغانستان د ښوونځیو لپاره د ودانیو، کتابونو، پاکو اوبو، ښوونکو، قرطاسیې او نورو مهمو مواردو له کمښت سره مخ دی، چې باید دا اړتیاوې پوره کړل شي.
 
د ماشومانو د ساتنې نړیوالې اداره دا اعلامیه پر داسې مهال خپروي، چې نن په ټول هېواد کې ښوونځي پرانستل شول، خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته لا هم د زده کړو اجازه ورنه کړل شول.

که څه هم اسلامي امارت وړاندې ژمنه کړې وه، چې په نوي کال کې به له شپږم پورته هم نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي، خو اوس د پوهنې وزارت وايي، دغه موضوع د مشرتابه تر پرېکړې او امر ثاني پورې ځنډول شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 149013

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149013/

جمهور
  https://www.jomhornews.com