۰
د اسلامي امارت مشر:

که وس مې وشي هر افغان نر او ښځې ته به معاش وټاکم

پنجشنبه ۴ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۰
په کندهار کې د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده په مشرۍ د کابینې درې ورځنۍ غونډه پای ته رسېدلې ده.
که وس مې وشي هر افغان نر او ښځې ته به معاش وټاکم
په کندهار کې د اسلامي امارت د مشر شیخ هبت الله اخندزاده په مشرۍ د کابینې درې ورځنۍ غونډه پای ته رسېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په یاده غونډه کې د رئیس الوزرا او د هغه د مرستیالانو په ګډون د کابینې ګڼو غړو ګډون کړی و.

په اعلامیه کې راغلي چې په یاده غونډه کې د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله اخندزاده خپلو وزیرانو او مسئولینو ته  د بیلابیلو ادارو او شعبو د کارونو، د اسلامي امارت د لا پیاوړتیا او قوت، د نظم او دسپلین ټینګېدو او د ستونزو د حل په منظورلازمې سپارښتنې کړې دي.

په غونډه کې دغه راز  د اسلامي امارت د ادارو په قوانینو، اجرائاتو، له خلکو سره په تعامل، اقتصادي ستونزو ته د اساسي حل لارو پیداکولو باندې ټینګار شوی دی.

دغه راز غونډه کې د ریاست الوزراء د مرستیال ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل شوې ده چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کورنۍ او بهرنۍ پانګه راجلب کړي، څو  د بریښنا د تولید، سړکونو جوړولو او د کانونو په سمه توګه استخراج ته لاره هواره شي او د ټولو سترو او کوچنیو اقتصادي پروژو لپار سهلتونه برابر شي.

په غونډه کې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندازاده ویلي، چې که وس او توان یې وشي هر افغان ښځې او نر ته به معاشونه وټاکي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي