د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلی، هېواد یې چمتوی دی، چې افغانستان کې د مس عینک په کان کار شروع کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي یي چې د تېرې پنشنبې په ورځ کابل ته په ناڅاپي سفر راغلی و دغه څرګندونې د افغانستان د رییس الوزار د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدنه کې کړې دي.
د رییس الوزرا د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې وانګ یي وویل چې هېواد یې د کانونو د استخراج او نورو اقتصادي برخو کې پانګونې او دغه راز پر مس عینک کان باندې د کار پیلولو ته بشپړ چمتووالی لري.
د یادونې ده، چې وانګ یي د دغه سفر په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سربېره له ګڼو افغان چارواکو سره پر مختلفو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل