۰

وانګ يي او جي شنکر پر افغانستان غږېدلي دي

شنبی ۶ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۶
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له کابل څخه ډهلی ته تللی او د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر سره یې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
وانګ يي او جي شنکر پر افغانستان غږېدلي دي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له کابل څخه ډهلی ته تللی او د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر سره یې د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، پکېنګ او ډهلی د سیمه ییزو او نړیوالو مهمو مسایلو په اړه ورته دریځونه لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سره سره لیدنه کې د چین او هند تر منځ د اړیکو د پراختیا غوښتنه او ټینګار یې کړي، چې د سیمې وضعیت ته په کتو باید یو له بله ملاتړ وکړي.

په دغه لیدنه کې د افغانستان په اړه هم خبرې اترې شوې دي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال هند ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د روانې میاشتې پای کې د افغانستان په اړه چین کې د سیمې د هېوادونو یو کنفرانس جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي امارت استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

دا چې د وانګ يي د سفر په ترڅ کې هند ته په دغه غونډه کې د ګډون بلنه شوې که نه جزیات نشته، خو له وانګ يي سره تر لیدنې وړاندې جي شنکر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان په اړه چین کې جوړېدونکي کنفرانس کې دوی ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي