۰
د امریکا ځانګړی استازی:

تمه ده طالبانو د نجونو د ښوونځیو پر پرېکړه له سره غور وکړي

یکشنبه ۷ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۱
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ وايي، تمه ده، چې طالبان د نجونو ښوونځیو په اړه پر کړې پرېکړه له سره غور وکړي، او ژر تر ژره نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
تمه ده طالبانو د نجونو د ښوونځیو پر پرېکړه له سره غور وکړي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ وايي، تمه ده، چې طالبان د نجونو ښوونځیو په اړه پر کړې پرېکړه له سره غور وکړي، او ژر تر ژره نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ پرون شنبې د وري ۶ مه دوحه کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي تمه ده په راتلونکو ورځو کې د طالبانو دغه اقدام کې د بدلون لېدونکی وي.

نوموړي یو ځل بیا ویلي، دا چې طالبانو له شپږو پورته د نجونو ښوونځي تړلي دی پرې خواشینی دی.

د وېسټ په وینا د طالبانو دا پرېکړه نه یوازې چې نړیوال غبرګونونه له ځان سره لري، بلکې تر هر څه وړاندې د افغانستان د خلکو باور ته زیان رسوي.

د امریکا ځانګړی استازی وايي، طالبانو لوېدیځو هېوادونو ته په ورستیو خبرو کې ژمنه ورکړې وه، چې ټولو نجونو ته به د زده کړو اجازه ورکوي.

وېسټ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو د همدې اقدام له امله په دوحه کې د طالب استازو او امریکا د استازو تر منځ خبرې لغوه شوې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي