ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ په اړه خبرې کړې دي

7 حمل 1401 ساعت 9:54

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ازبکستان، پاکستان او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې شوې دي.


پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ازبکستان، پاکستان او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ ویلي، دغه خبرې پرون شنبې د وري ۶ مه په ازبکستان کې ترسره شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې خبرو کې ټینګار شوی دی چې درېواړه هېوادونه به د دغه پټلۍ د جوړولو او پراختیا لپاره عملي هڅې پيلوي.

په دې غونډه کې همدا راز د درې اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي او ټینګار شوی چې د ورته پروژو په رامنځ ته کولو به په سیمه کې اقتصادي او سوداګریز لوری بدل شي.

د یادونې ده، چې د رېل دا پټلۍ به د افغانستان له لارې ازبکستان او پاکستان سره نښلوي چې شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

تر دې وړاندې هم د دغه ډول پټلۍ پر جوړولو د درېواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې شوې دي، خو د عملي کار کوم څرک نه ښکاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149118

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149118/

جمهور
  https://www.jomhornews.com